د اوکراین او روسیې لوړپوړو چارواکو ویلي دي، چي استانبول کښي د سولي د خبرو په اساس ئې د جنګي اسیرانو تبادله دواړو هيوادونو ترمنځ پيل سوې ده.
د استانبول د هوکړي له مخي ناروغ، ټپي جنګي اسیران او هغه کسان چي عمر ئې له ۲۵ کلونو کم وي د اوکراین او روسیې د اسيرانو په تبادله کښي شامل دي.
د روسيې دفاع وزارت اعلان کړی، چي لومړۍ هغه ډله روسي پوځيان چي عمرونه ئې د ۲۵ کلونو کم وو، روسيې ته راستانه سوي او په بدل کښي ئې په همدې شمېر اوکرايني پوځیان روسيې ازاد کړي دي.
بايد وويل سي، چي د روسيې دفاع وزارت او د اوکراین رئيس جمهور ولادیمیر زيلنيسکي هم د اسيرانو دغه تبادله تائيد کړې ده.