د روسيې دولت په رسمي ډول اعلان وکړ، چي په افغانستان کي د ط..البانو حاکمه ډله ئې په رسميت پېژندلې ده.
د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د روسيې د رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چي دغه هيواد د ط..البانو حکومت په رسميت پېژندلی او دواړه هيوادونه به خپل ډيپلوماتيک ماموريت په رسمي ډول سره مخ ته وړي.
په ورته وخت کي د ط..البانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير د روسيې د دولت د دغي پرېکړي هر کلی کړی او ويلي ئې دي، چي دا د ط..البانو له پاره يو ښه زيری دئ او په راتلونکي کي به نور هيوادونه هم د دوی دولت په رسميت و پېژني.
بايد وويل سي چي روسيې ط..البان په داسي حال کي په رسميت پېژندلی، چي دغه ډله د نړۍ زياتو هيوادونو د ترهګرو په ليست کي شامله کړې ده.