روسي چارواکي وايي، د اوکراین پولي ته څېرمه په لیپیڅک ښار کي د اوکراین د یوې بې‌ پيلوټه الوتکي په حمله کي یو ملکي کس وژل سوی دی.

د دغي سیمي والي وایي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاو تېره شپه د اوکراین د ۱۹ بې‌ پيلوټه الوتکو مخه نیولې ده.
بل‌ خوا د روسیې دفاع وزارت وايي، روسي ځواکونو د ۳۲ بې‌ پيلوټه الوتکو مخه نیولې، چې ۲۶ یې په کورسک سیمه کي وې چي د لیپیڅک او اوکراین ترمنځ پرته ده.
بل خوا متحده‌ایالاتو پرون له اوکراین سره د ۱۲۵ ميلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه.
واشنګټن له کییف سره د دغو نویو مرستو اعلان داسي مهال کوي چي اوکرایني ځواکونه د روسیې په خاوره کي د ناڅاپي یرغل عملیات مخته وړي.