روسیې او چین پر یمن د امریکا او انګلستان وروستې بريدونه غير قانوني بللي

روسیې او چین پر یمن د امریکا او انګلستان بريدونو باندي نیوکه کړې او ویلې یې دې چې دا بریدونه ناقانونه دې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجازي پرته يې دابريدونه ترسره کړې. دغه بریدونه په سره سمندرګې کې د اسراییلې کښتیو پر وړاندې د یمنې ځواکونو له عملیاتو وروسته سوې دې.

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د متحده ایالاتو د سفیر مرستیال رابرټ ووډ او د بریتانیا سفیره باربارا ووډورډ ادعا وکړه چې د یمن د پوځ لخوا بریدونه غیرقانونې دې او ويلې يې دې چي د متحده ایالاتو او بریتانیا بریدونه په عربې هیواد باندې مناسب او قانونې اقدام دی.

د روسیې او چين استازو ټینګار وکړ چې د اوسنی وضعیت اصلی لامل په غزه کې د اسراییلو پوځې عملیات دې چې په لویدیځه اسیا کې یې د یمنیانو په ګډون یو لړ غبرګونونه راپارولې دې همداډول دوی وايې.
په غزه کې سمدستۍ اوربند به په سره سمندرګی کې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړې