روسیې د اوکراین پر پلازمېنه د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخ برید کړی او د دې ښار چارواکو اوسېدونکو ته ویلي وو چي تر سهار پوري دي له خپلو پناه ځایونو نه راوځي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن پر ټیلیګرام خبرداری ورکړ چي د پلازمېنې پر سر لا هم څو بې پیلوټه الوتکي لیدل سوي او خلک دي له پناه ځایونو نه راوځي.
د کییف ښار د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه چي د هوایي حملې د خطر زنګ روان دی او د هوایي مدافعې ځواکونه د پلازمېنې دفاع ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړې: “تر هغه پوري چي د هوایي حملې د خطر زنګ بند سوی نه وي، په پناه ځایونو کي پاته سئ.”
د اوکراین پوځ ویلي چي د چیرنيهیف او سومي په ګډون څو نوري سیمي د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له‌ خوا په نښه سوي دي.