روسیې نن د دوهمي پرله‌ پسې ورځي لپاره په اوکراین کي پراخ پوځي عملیات وکړل

روسي ځواکونو دا حملې نن سهار وختي پیل کړې.

د اوکراین هوايي ځواک د دې هيواد پر قلمرو د لسګونه بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی چي په نتیجه کي یې په ټول اوکراین کي د خطر زنګونه ووهل سول.

اوکرایني چارواکو ویلي، چي دې حملو مرګ‌ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د کریوي ریه ولسوال نن پر ټیلیګرام چینل لیکلي چي پر یوه هوټل د یوه روسي توغندۍ د لګېدو په پایله کي دوه کسان وژل سوي او احتمالاً څو نور به د نړېدلي ودانۍ تر کنډوالو لاندي پاته وي.

همداراز له پلازمېني کییف، ژیتومیر، وینیڅیا او نورو سیمو هم د حملو راپورونه ورکول سوي دي.

پر اوکراین د روسیې د پروني پراخ برید په ترڅ کي اوه کسان وژل سوي وه.