رويټرز: تېره ورځ اسرائیلو په غزه کي ۲۷ تنه وژلي

د رويترز د راپور له مخي د پنج شنبې په ورځ اسرائیلو په غزه کي د هوايي بريدونو پر مهال ۲۷ تنه وژلي دي.
د رويترز د معلوماتو له مخي، چي په وژل سوو کسانو کي اته تنه هغه کسان هم شامل دي، چي د بشري مرستو د ساتني او لېږد مسؤليت ئې په غاړه وو.
بلخوا بيا ح.ماس ويلي، چي په غزه کي اسرائیلو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي خو د پام وړ پرمختګ ئې نه دئ کړی.