رویټرز خبري اژانس د درو باخبرو سرچينو له قوله راپور ورکړی، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

رویټرز خبري اژانس د درو باخبرو سرچينو له قوله راپور ورکړی، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د منځني ختيځ د خپلو متحدينو هغه هڅي رد کړي، چي غوښتل ئې له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو له پاره ډيپلوماتيکي خبري پيل کړي.
دغه راز ايراني چارواکو هم ويلي، چي تهران به تر هغه وخته پوري د هر ډول اوربند احتمال رد کړي، ترڅو چي د امريکا او اسرائيلو بريدونه نه وي درېدلي.
رویټرز د خپلو سرچينو د قوله ليکلي، چي څو هیوادونه د دې جګړې د پای ته رسولو له پاره د منځګړيتوب هڅي کوي.

سرچينو همدارنګه ويلي، چي عمان، چي د جګړې تر پيل مخکي د خبرو اترو منځګړی و، څو ځله هڅه کړې، چي د اړيکو لار بېرته پرانيزي؛ خو د سپيني ماڼۍ له لوري په څرګند ډول ويل سوي، چي اوس مهال په دې کار کي لېوالتيا نه لري.
په همدې حال کي، د سپيني ماڼۍ يو لوړپوړي چارواکي هم تائيد کړې، چي ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو د پيل دا هڅي رد کړي دي او پر دې تمرکز لري چي جګړه دوام ومومي څو د تهران پوځي وړتياوي کمزوري کړي.