رویټرز راپور ورکړی، چي د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په پام کي لري

رویټرز راپور ورکړی، چي د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په پام کي لري، چي د خپل پوځ د ۸۲ هوايي ډويژن څخه زرګونه ځانګړي ځواکونه منځني ختیځ ته واستوي.
په راپور کي ويل سوي، چي د ۸۲ هوايي ډويژن د لوا قوماندانۍ ته د چمتووالي او احتمالي اعزام امر ورکړل سوی دئ.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي هم د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي پنټاګون غواړي شاوخوا ۳ زره د ۸۲ ډويژن سرتېري منځني ختيځ ته واستوي څو د ایران پر ضد عملیات پیاوړي کړي.

دا اقدام په داسي حال کي ترسره کېږي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم‌مهاله له تهران سره د جګړې د پای ته رسولو له پاره د یوې موافقې د ترلاسه کېدو احتمال یاد کړی دئ.