رویټرز وايي، پاکستان د سعودي عربستان د امنیت د ټینګښت له پاره شاوخوا ۴۰ زره سرتېري دغه هیواد ته استولي دي

رویټرز وايي، پاکستان د سعودي عربستان د امنیت د ټینګښت له پاره شاوخوا ۴۰ زره سرتېري دغه هیواد ته استولي دي.
د راپور له مخي، د دغو ځواکونو دنده د سعودي د پولو ساتنه او د احتمالي ډرون او توغندیزو بریدونو پر وړاندې دفاع ده.
پاکستان دغه اقدام پر داسي مهال کړی، چي سعودي عربستان په یمن کي د حوثیانو پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پراخولو له پاره چمتووالی نیسي.