ريچارد بېنيټ: په کابل کي د دوشنبې د ورځي د بريد تر شا کسان بايد محاکمه سي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ په کابل کي د وړمي ورځي ځانمرګی برید غندلی او ویلي يې دي، هیڅ شی دا برید نه‌سي توجیه کولای.

بېنیټ نن سهار وختي پر خپله ایکس‌پاڼه ویلي، هغه کسان چي د برید تر شا دي باید تر بشپړو څېړنو او شفافي محکمې له‌مخي عدالت ته راوستل سي.

دغه ځانمرګى بريد د دوشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخ ته چي اوس دغه ځاى د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال سوى.

چارواکو په پېښه کي د ۶ کسانو د مړیني او ۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو ځینو راپورونو کي د وژل سویو کسانو شمېر زیات ښودل سوی دی.

د اسلامي‌ دولت ډلي یا داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.