د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچاډ بنت د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندي د المان څخه د ۸۱ افغان کډوالو د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دغه کار ئې د کډوالۍ د نړۍوالو قوانينو سره په ټکر کي بللی دئ.
د هغه په وينا چي دا پروسه د ط..البانو او قطر په همکارۍ ترسره سوې او خبرداری ئې ورکړی، چي ممکن د نورو افغان کډوالو د ايستلو پلان هم موجود وي.
ريچارډ بنت د المان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي حتی د مجرمینو په اړه هم باید نړۍوال قوانین او اصول مراعات کړل سي.
د هغه په خبره چي المان افغان کډوال داسي يو هيواد ته ايستلي، چي هلته ط..البان واکمن دي او د دغه شړل سوو افغان کډوالو ژوند هم د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي په خطر کي دئ