د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په اندېښنه سره ویلي دي، چي ط..البانو له خوا په عام محضر کښي د ولسي خلګو په دورو وهلو سزاګاني زیاتي کړي دي او دا ډله عادي نه سي کیدای. هغه زیاته کړې ده، چي په ۲۰۲۵ کال کښي افغانستان کښي فزیکي سزاګاني د ط..البانو له خوا ډېري سوي دي. نوموړی وايي، چي ط..البانو یوازې په تېره اونۍ کښي لږ تر لږه ۶۳ سړي او ۴ ښځي په عام محضر کښي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
هغه زیاته کړې ده، چي ط..البانو ته باید اجازه ونه ورکول سي، چې د دغو سزاګانو له لاري خپل واک عادي کړي. بنټ پر نړۍوالو ټولنو ږغ کړی دئ، چي د افغانستان د خلګو د حقونو ساتنه دي وکړي او په افغانستان کښي د واکمني ډلي له خوا د ولسي خلګو د ځورولو مخه دي ونيسي.