د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان کړی، چي ریچارډ سټیون لیندسي د افغانستان په چارو کي د بریتانیا د ځانګړي استازي په توګه ټاکل سوی دئ.
د دغه دفتر په بیان کي ویل سوي، چي نوموړي له جون میاشتې راهیسې دا دنده په رسمي ډول پیل کړې او د هغه ماموریت به په افغانستان کي د لندن د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، د بشري حقونو، انساني مسایلو او سیمهییز ثبات پر موضوعاتو تمرکز وکړي.
لیندسي د بریتانیا یو له لوړپوړو دیپلوماتانو څخه دئ، چي د ۲۰۲۲ کال راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له پاره د افغانستان او پاکستان په څانګو کي د عمومي رئیس د مرستيال په توګه ئې دندي تر سره کړې.