ریچارډ بینېټ: د دوحې په غونډه کي د افغان ښځو او مدني ټولني اغیزمن ګډون مهم دی

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کي د افغان ښځو او مدني ټولني د غړیو پر ګډون ټینګار کړی دی.
بینېټ ویلي، چي د افغان ښځو، نجونو او مدني ټولني د غړیو اغېزمن ګډون د دوحې په غونډه کي مهم دی.
د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د یکشنبې په ورځ پيلېږي چي د شاوخوا ۳۰ هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي پکښي برخه اخلي.
ا.ا هم په دې غونډه کي ګډون کوي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشري روزا اوتنبایووا ویلي، چي د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي به د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډي وروسته د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه کي په یوه بله غونډه کي ګډون وکړي.