ریچارډ بینېټ وايي، افغان نجوني باید ښوونځيو ته ولاړي سي او بندیز ځني لیري سي

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یوځل بیا ټینګار کړی چي افغان نجوني باید ښوونځيو ته ولاړي سي.
بینېټ دا څرګندوني په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د زر ورځو د تېرېدو په تړاو کړي دي.
هغه پر ایکسپاڼه لیکلي چي دا بندیز نه ده منلو دی نه د تصور وړ دی او لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته میلیونونه افغان نجونو خپلي هیلي له لاسه نه دي ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۳مه په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځي پوره سوې.
ا.ا د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کي نجوني له پوهنتونونو څخه هم راوګرځولې او ویلي یې دي چي د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه طرحه کار کیږي.