زابل: د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د کي ون کيک بوکسينګ سيالۍ ترسره سوې.

د زابل د ورزشي برخي مسولين وایې، چي ددې ولايت په شاجوي ولسوالۍ کي د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د کي ون کیک بوکسنګ سيالۍ تر سره سوې.

په دې سياليو کي د استاد محیب الله د لوبډلي ۱۵ او د استاد احمد غلامي د ټيم ۱۵ لوبغاړو برخه اخيستې ول.

د معلوماتو له مخي په دې سياليو کي د استاد احمد غلامي د ټيم لوبغاړو لومړۍ مقام وګټی.

د زابل د ورزشي مسولينو په خبره، چي دغه سيالۍ يې د يوالي په نوم پیل کړي وې، چي په ښه ډول پای ته ورسېدې او ګڼو نندارچيانو هم برخه پکښي اخيستې ول.