زابل: له ايران څخه په جبري توګه شړل سوي دوه کوچنيان خپلو کورنيو ته وسپارل سول

د زابل د کار او ټولنیزو چارو مسوولین وایې له ایران څخه دوه شړل سوي کوچنیان یې د هغوي کورنیو ته سپارلي دي.

دغه دواړه کوچنیان، چي عمرونه یې ۱۵ او ۱۶ کاله یاد سوي د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چي له تېرو ۹ میاشتو راهیسي په ایران کي وه او د خپلو کورنیو سره یې اړیکي نه لرلې .

د زابل د کار او ټولنیزو چارو مشر مولوي عبدالوکيل خادم وایې دغه دوه کوچنیان له ایران څخه تر شړلو وروسته د وار چایلډ موسیسې په مرسته زابل ته لېږدول سوي او د دوی له خوا د هغو کورنیو ته سپارل سوي دي .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ورځ وړاندي ویلي، چې ددغه هیواد په زندانونو کي شاوخوا شپږ زره افغان کډوال بندیان دي، چي لویه برخه يې په هغه هېواد کي د اوسېدو قانوني اسناد په لاس کي نه لري .

د شمېرو له مخي تېر کال ۵۲۷ زره افغان کډوال په خپله خوښه یا په جبري توګه افغانستان ته راستانه سوي دي ، چي لویه برخه یې له ایران او ترکیې څخه دي .