زلنسکې ويلې دې د ناوالني د وژني ترشا د پوتين لاس دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلې، دا څرګنده ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مستقیم ډول د کرملین د منتقد الکسې ناوالنې د وژنې تر شا دی. هغه دا هم وویل چې ناوالنې “د نورو زرګونو په څیر په زندان کي شکنجه سوی او وژل سوی دی .” زیلنسکې د ناوالنې کورنۍ او ملاتړو ته خپله خواخوږې څرګنده کړه او د روسیې پر وړاندې یې د بشرې حقونو د سرغړونو له امله د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.

الکسې ناوالنې د روسیې د اپوزیسیون یو مشهور مشر، وکیل، د فساد ضد فعال او سیاسې زندانې و. د هغه فعالیت په روسیه کې د ادارې فساد پروړاندې د اصلاحاتو ملاتړ او د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه حکومت ننګولو باندې تمرکز وکړ.

الکسې ناوالنې د جنوری په 17 ، 2021 کې د مسکو په شیرمیتیو هوایی ډګر کې وروسته له هغه ونیول شو چې له المان څخه راستون شو چیرې چې د مسمومیت ددرملني لپاره تللی وو. نوموړی د محکمي په يوه پريکړه کي په 19 کاله بند محکوم سو چي د ۲۰۲۴ کال د فيبروري په ۱۶ نيټه يي په زندان کي ژوند له لاسه ورکړ