زلینسکي : باور لري چي له روسیې سره د اوکراين جګړه « د پاى پړاو» ته نږدې سوې ده

زیلینسکي له اى بي سي خبري شبکې سره په مرکه کي ويلي، د بري پلان د اوکراین د پیاوړتیا لپاره دی. له همدې امله دوی له خپلو ملګرو او متحدینو څخه غواړي چي دوی پیاوړي کړي.
د اوکراین ولسمشر چي له جوبایډن سره د لیدو او د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډه کي د ګډون لپاره امریکا ته تللی، د دغه هیواد له ټولو شریکانو یې وغوښتل چي د «رښتیني او عادلانه سولي» لپاره د ګډي بریا په ترلاسه کولو کي مرسته وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي زلینسکي په وار وار له امریکا او برېتانیې غوښتي چي د اوکراین له خوا د روسیې په خاوره کي دننه د ژورو اهدافو د بريدونو لپاره د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په کارولو بندیز لري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *