د سويډن د (پن توپن اوربرو) سازمان له خوا د ۲۰۲۵ ميلادي کال د بيان د ازادۍ جايزه د افغانستان د زن ټايمز رسنۍ ته ورکول سوې ده.
دغه جايزه يادي رسنۍ ته د رسنيو د ازادۍ د نړۍوالي ورځي (۳مه دمي) په مناسبت ورکول سوې ده.
دغه جایزه، چي په ۱۹۶۰ کال کي تاسیس سوې ده، هر کال هغو خبریالانو او رسنيو ته ورکول کېږي، چي تر ګواښ او خطر لاندې ساحو کي کار کوي او د بيان د ازادۍ له پاره مبارزه کوي.
هېره دي نه وي چي زن ټایمز د ښځو په مشرۍ هغه رسنۍ ده چي د افغانستان څخه د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور ورکوي، چي تمرکز ئې ډېر د ښځو پر حقونو دئ.