زیلینسکي وایي، پر روسیې به د ډرون الوتکو بريدونو ته دوام ورکوي

د اوکراین ولسمشر وايي، د هیواد پوځ به يې پر روسیې د بریدونو لپاره د اوږد واټن ډرون الوتکو کارولو ته دوام ورکوي.
ویلادیمیر زیلینسکي ویلي، دا خبره په اثبات رسېدلې ده، په ځانګړي توګه د اوکراین پوځیانو ته چي بې پیلوټه الوتکي ګټوري دي او د نوښتونو په بیا ترلاسه کولو کي مرسته کوي.
هغه زیاته کړې، چي د ډرون الوتکو کارول باید دوام ولري او ژمنه یې کړې چي تولید او رانیول به يې زیات سي.
د اوکراین ولسمشر دا څرګندوني پر داسي مهال کړي دي چي روسیې د جون پر څلورمه سهار وختي د اوکراین په جنوب ختیځ ښار دنیپرو سيمه کي د توغندیو په برید کي یو شمېر کسان ټپیان کړي.