زیلینسکي: که امریکایي مرسته ترلاسه نه کړو ځواکونه مو پر شا کیږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، که د اوکراین سره د امریکا او نورو هیوادونو پوځي مرسته ونه سي اوکرایني سرتیري پر شا کیږي.
امریکا مخکي له اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه کړې وه خو د امریکا کانګرس لا تر اوسه په دې اړه موافقه نه ده کړې.
زیلینسکي ویلي، که د امریکا ملاتړ نه وي نو دا په دې مانا ده چي دوی به د هوايي دفاع، د پټریوټ توغنديو د الیکترونیکي جګړې لپاره جیمرونه او ۱۵۵ ملي میتره توپخانه ونه لري.
د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندي د امریکا د استازو جرګې له مشر مایک جانسن سره په خبرو کي هم د دې مهمو مرستو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وه، چي کېف د روسیې د مخ پر زیاتېدونکو بریدونو د مخنیوي لپاره دغه مرستو ته سخته اړتیا لري.
د امریکا د استازو په جرګه کي د جمهوري غوښتونکو ګوند غواړي کانګرس دې ته اړ کړي چي اوکراین ته د مرستي پر ځای د سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.