د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یو ځل بیا له خپلو متحدینو غوښتي چي، اوکراین ته اجازه ورکړي چي پرمختللي لوېدیځي وسلې وکاروي چي پر روسیې ژور برید وکړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي، د روسیې وروستي برید په خارکیف کي د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.
د راپورونو لهمخي، روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کي د استوګني پر نهه پوړیزه ودانۍ د برید لپاره لارښود هوايي بم کارولی دی.
د هوا له لاري لارښود بمونه یوه پیاوړې وسله ده چي، روسیه يې په زیاتېدونکي توګه په اوکراین کي د ملکي اهدافو د بریدونو لپاره کاروي.
ولودیمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کي په یوه پیغام کي د پېښي له ځای څخه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، پهداسي شرایطو کي د متحدینو لهخوا د پرېکړي ځنډول د اوکراین پر وړاندي د لسګونو یا حتی د سلګونو نورو روسي بمونو د کارولو په معنا دي.