د امريکا د سي ای اې پخوانۍ ماموري سارا اډمز پر خپله اېکس پاڼه د جمعې په ورځ ليکلي، چي د پاکستان پوځ تېره شپه يوازي په کابل باندي هوايي بريد نه دئ کړی؛ بلکي د خوست او پکتيا يو شمېر سيمي ئې هم تر هوايي بريد لاندي نيولي وې.
سارا اډمز دغه راز ليکلي، چي د پاکستان د تېري شپې په بريد کي د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي ) شپږ غړي وژل سوي دي.
بايد وويل سي چي د پاکستان جيټ الوتکو د پنج شنبې په ماخستن شاوخوا لس بجې د افغانستان پر مرکز کابل هوايي بريد وکړ، چي پر مهال ئې د ټي ټي پي مشر وژل سوی.