سبا د افغان لوبډلي مهمه لوبه؛ کرکټ بورډ دغه لوبه په کابل کي پر لوی سکرین خپروي

د سویلي افریقا سره د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په کابل کي پر لوی سکرین خپریږي.
د افغانستان کرکټ بورډ خلک د دې لوبي یو ځای لیدلو ته رابللي دي او لیکلي یې دي، چي د ملي لوبډلي د سبا لوبه له سویلي افریقا سره پر لوی سکرین خپروي او د لیدونکو لپاره وړیا څښاک او خواړه هم سته.
افغانستان سویلي افریقا ته په ماته ورکولو سره د شل اوریز نړیوال پایلوبي ته لاره پیدا کوي.
له دې سره لوبډلمشر راشدخان هم د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، چي خپله لوبډله په دعاګانو کي یاد وساتي.