سبا (جمعه) د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د افغانستان په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسيا ۵۰ اوريزه کرکټ جام پيلېږي.
ياد جام د راتلونکي ډسمبر مياشتي تر اتمي نېټي پوري دوام کوي او پر دوه ګروپه وېشل سوی چي، په (A) ګروپ کي هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات او جاپان او په (B) ګروپ کي افغانستان، بنګله دېش، سريلانکا او نیپال ۱۹ کلني لوبډلي شاملي دي.
دې جام کي به افغانستان لومړۍ لوبه سبا (جمعه) سهار نهه نيمي بجې له بنګله دېش، دوهمه لوبه به د راتلونکي ډسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه له سريلانکا او د ګروپ وروستۍ لوبه به د همدې مياشتي پر درېيمه له نیپال سره ترسره کړي.