شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، هیوادونه دي د افغانستان پروړاندي مثبته تګلاره غوره کړي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د سیمي هیوادونو څخه غواړي چي د افغانستان په اړه مثبته پالیسي غوره کړي.
ستانکزي دغه څرګندونې نن په کابل کي د غوره نوښتونو د ملي نندارتون د پرانیستي په مراسمو کي وکړې.
هغه زیاته کړه چي هیوادونه په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چي د امریکا په مشري د ناټو د ماموریت په چوکاټ کي یې ۲۰ کاله افغانستان کي پوځي حضور درلود، د افغانستان په پرمختګ او ثبات کي ونډه واخلي.
په همدې حال کي یوشمېر کارپوهان د هیوادونو په تېره د افغانستان په اړه د سیمي هیوادونو تېرو کړنو ته په کتو په دې باور دي چي ګڼشمېر ګاونډي هیوادونه د افغانستان په اړه مثبته پالیسي نهلري.
دغه کارپوهان ټینګار کوي چي د افغانستان نور منزوي کېدل، به د دغو هیوادونو لپاره هم منفي پایلي ولري.