ستره محکمه نن د کوچني اختر د میاشتي د رسمي اعلان په موخه غونډه جوړوي

ستري محکمې د یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د میاشتي د لیدو مرکزي کمیټه نن ماښام د کوچني اختر د میاشتي د رسمي اعلان په موخه غونډه جوړوي.
وړاندویني دا دي چي په ډېر امکان سره به سبا سه شنبه د اختر شپه او په چهار شنبه به اختر وي خو مسوولین وایي، خلک دي د ستري محکمي اعلان ته په تمه سي.
کویټ، مصر، ايران او قطر هيوادونو د چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده او وایي، امکان نسته چي نن دي میاشت ولیدل سي.