ستره محکمه وایي سبا د روژې میاشتي لومړۍ ورځ نه ده

د ستري محکمې چارواکي وايي، سبا دوشنبه د روژې مبارکي میاشتي له لومړۍ ورځي سره برابره نه ‌ده.
د ستري محکمې ویاند عبدالواحد حقاني رسنیو ته ویلي، چي سبا (دوشنبه، د کب پر ۲۱مه) به د ستري محکمې د هلال کمېټه ناسته وکړي او له هغه وروسته به د روژې لومړۍ ورځ معلومه سي.
بل خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کي د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت په لاندي ډول ټاکل سوی دی.
دغه وزارت ویلي، چي کار د سهار پر ۹ بجې پیل او د ماسپښین پر ۲ بجې د پنجشنبې ورځي په ګډون پرته له کومي وقفې څخه پای ته رسېږي.