ستره محکمه: په سرپل کي پر ۶۳ ښځو او نارینه‌وو تعزیري حکمونه تطبیق سوي

ستره محکمه وایي، په سرپل ولایت کي پر ۶۳ ښځو او نارینه‌وو په عام محضر کي تعزیري حکمونه تطبیق سوي دي.
ستري محکمې په یو بیان کي ویلي، چي دا شرعي احکام د سرپل په ورزشي لوبغالي کي پر ۴۸ نارینه‌وو او ۱۵ ښځو په داسي حال کي تطبیق سوي چي والي او نور چارواکي حاضر وه.
ستره محکمه زیاتوي چي پر دې کسانو د غلا، لواطت او نورو غیر اخلاقي جرایمو له امله تعزیري حکمونه تطبیق سوي دي.