ستره محکمه: په لوګر کي د یوې ښځي په ګډون شپږ کسانو ته په عام محضر کي سزا ورکول سوې

ستره محکمه وایي، د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کي د (زنا او لواطت) په جرم د یوې ښځي په ګډون ۶ تنو ته تعزیري سزا ورکول سوې ده.
ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د ۳۹ دُرې تعزیري سزا ترڅنګ د دغو کسانو درې تنه هر یو په دوه دوه کاله او درې نور هر یو په یوه یوه کال بند هم محکوم سول.
په ولایتونو کي د محکمو له خوا دې ته ورته تعزیري سزاوي زیاتي سوي دي خو ډېری کسانو ته بیا په عام محضر کي سزاوي ورکول کیږي.
د بشري حقونو نړیوالو موسسو په وار وار له طالبانو څخه غوښتي چي په عام محضر کي خلکو ته له سزا ورکولو لاس واخلي خو د اسلامي امارت مسوولین بیا ټینګار کوي چي په هر حال کي شریعت تطبیقوي او په دې برخه کي د هیچا غوښتني نه مني.