ستري محکمې خبر ورکړی، چي په خوست او فاریاب ولایتونو کي یې اوو کسانو ته په عام محضر کي تعزیري سزا ورکړې ده

د دغه محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو سویو خبرپاڼو کي راغلي، چي دغه کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه کړي دي.

د دغه محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کي راغلي، چي په خوست ولایت کي یې شپږو کسانو ته د «نامشروع اړیکو، دوکو او رشوت اخیستلو» په جرم په عام محضر کي تعزیري سزا ورکړې ده.

په خبرپاڼه کي راغلي، چي ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلي څلور مجرمين په یوـ یو کال تنفیذي بند او ۳۵ – ۳۵ دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا او شپږم مجرم پر یوه کال تنفيذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی دی.