ستري محکمې په افغانستان کي تورنو ته په عام محضر کي بدني سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی

ستري محکمې په افغانستان کي تورنو ته په عام محضر کي بدني سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی او تیره ورځ یې په خوست ولایت کي ۱۷ کسان په عام محضر کي په دُرو وهلي دي.

ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دا کسان د “نامشروع اړیکو، لواطت او د غلا” په تورونو نیول سوي وه او د محکمو د پریکړو پراساس ورباندي په عام محضر کي د تعزیري سزاګانو حکم تطبیق سوی دی.

د دغه خبرپاڼي له مخي دغو تورنو ته د ۲۵ دُرو د سزا ورکولو سربیره د شپږو میاشتو څخه د یو کال بند سزا هم ورکړل سوې ده.

ستري محکمې ویلي چي په تیره یوه اونۍ کي يې په دریو نورو ولایتونو کي لږ ترلږه شپږو تورنو ته هم په عام محضر کي تعزیري سزاګاني ورکړي دي.