د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني کندهار ته په خپل وروستي سفر کي له ياد وزارت څخه استعفا ورکړې ده
د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون يوې سرچينې دغه تلوېزيون ته ويلي، چي د طالبانو دکورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني کندهار ته د خپل وروستي سفر پرمهال د اسلامي امارت مشر ملا هيبت الله ته خپله استعفا وړاندي کړې ده او ملاهيبت الله د هغه د استعفا اړوند ورڅخه وخت غوښتی دئ.
د ياد سرچينې په حواله چي سراج الدين حقاني ملاهيبت الله ته درې مهم شرطونه وړاندي کړي، چي هغه وخت به خپلي دندي ته دوام ورکوي، چي دغه درې شرطونه ئې ومنل سي. په شرطونه کي ويل سوې وه، چي دکابینې دمهمو وزارتونو او ادارو څخه دي يو دیارلس کسېزه یا پنځلس کسېزه کمېټه جوړه سي، ترڅو هغوی د هېواد په کچه داخلي او بهرني تصميمونه ونيسي. حقاني د يادي موضوع غوښتنه ځکه کوي، چي دوی پخوا هم یوویشت کسېزه کمېټه درلودل، چي د ملاعمر دمرګ وروسته همدې کمېټې اختر منصور او بیا د هغه تر مرګ وروسته همدا ملا هیبت الله ئې د امارت مشر ټاکلی و. دغه کمېټه د امارت تر واک ته رسېدو پوري پر ځای وه، خو د څراغ تلوېزيون د معلوماتو له مخي اوس رسمي نه بلکي غیر رسمي دغه کمېټه لغوه سوې معلومېږې، دغه راز په شرطونو کي ويل سوې وه، چي ملاهيبت الله او د هغه شاوخوا کړی دي؛ د ټولو وزارتونو وزیرانو ته پوره صلاحيت ورکړي او د هغوی صلاحيتونه دي نه انحصاره وي، په خاص ډول د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنيت لوي رياست ده . همدارنګه په وروستي شرط کي ورته ويل سوې وه، چي اسلامي امارت دي هرڅومره ژر چي کېږي، د ښځينه زده کوونکو اومحصلانو پر مخ بايد د پوهنتونواو ښوونځيو دراوزې خلاصي کړي.
د څراغ تلوېزيون د سرچينو له مخي، چي د کورنيو چارو سرپرست وزير د اسلامي امارت مشر ملاهيبت الله مخ ته دغه شرطونه ايښې او ورته ويلي ئې دي، که چيري دغه شرطونه نه مني نو له خپل جيب څخه هغه ليکل سوې کاغذ چي د هغه استعغا ورباندي ليکل سوې وه ورته وړاندي کړ، چي ملاهيبت الله ورڅخه د وخت غوښتنه کړې .
دا چي ملاهيبت الله به د يادي موضوع اړوند کومه پرېکړه کوي؟ دا هغه پوښتنه ده، چي وخت به ئې جواب کړي. د يادوني وړه چي د طالبانو د مشرانو ترمنځ د واک پر سر اختلافات اوس ډېر سوې، چي د سراج الدين حقاني په ګډون د طالبانو نور مشران هم له خپل مشر څخه خفه سوې دي.