سراج.الدین حقاني وايي، له نړۍ سره هر ډول تعامل به د اسلامي اصولو پر بنسټ وي

د اسلامي امارت چارواکو ویلي چي له هیوادونو سره د اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دي

ارګ پر خپل اېکس لیکلي چي دا موضوع پرون د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال په مشري د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په ناسته کي سوې ده.

په همدې حال کي د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج.الدین حقا.ني په خوست کي یوې غونډي ته ویلي چي له نړۍ سره هر ډول تعامل به یې د اسلامي اصولو په رڼا کې وي.

بل خوا یوشمېر کارپوهان وايي چي د افغانستان او نړۍ ترمنځ ځیني مجبوریتونه سته او له کبله یې اسلامي امارت له هیوادونو سره تعامل ته اړ کېږي.

سره له دې چي اسلامي امارت تراوسه د نړیوالي ټولني له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل سوی، خو هیوادونه بیا د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره تل له افغاستان سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *