سره صلیب له پاکستانه غوښتي چي د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر ځنډنی کړي

په دې وروستیو کي پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی چي په دغه هیواد میشت افغان کډوال افغانستان ته استوي.
خو د سره صلیب نړیوالي ادارې چارواکو په اسلام اباده غوښتي چي دا بهیر ځنډنی کړي تر څو افغانستان وکولای سي د راستنو سویو کورنیو لپاره په سمه توګه لاري چاري برابري کړي.
د آسیا آرام سمندر هیوادونو لپاره د سره صلیب نړیوال فدارسیون سمیه ایز مشر الکزاندر ماتیو وایي، د پاکستان حکومت باید په یو وخت کي لږ شمیر افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه کړي تر څو دغه کورنیو ته په سمه توګه ترتیبات ونیول سي.
د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تازه پاکستان له خپل هیواده ۸۲۵ نور افغان کډوال په زور ایستلي او د تورخم له لاري هیواد ته راستانه سوي دي.
د پاکستان حکومت د تیر کال اکټوبر میاشتي راهیسي تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي او د همدې بهیر په دویم پړاو کي به د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخي ۸۵۰ زره نور افغانان چي قانوني اسناد لري، له خپل هیواده وباسي خو پاکستاني چارواکو دا بهیر د اوس لپاره ځنډولی دی.