سره میاشت د ۱۶ زړه سوري کوچنیانو درملنه کوي

افغاني سرې میاشتي ټولني ویلي چي، ۱۶ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته کوچنیان ئې د درملني په خاطر یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

یادي ټولني په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا کوچنیان ‎ئې په پلازمېنه کابل کي پنځو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملني ټول لګښت ئې دوی ورکوي.

دا کوچنیان داسي مهال د درملني روغتونونو ته ورپېژندل سوي چي، تېره اوونۍ هم یادي ټولني ۲۳ تنه په یاده ناروغۍ اخته کوچنیان د درملني له پاره په پلازمېنه کابل کي شپږو روغتونونو ته وروپېژندل.