سرچینې: په بدخشان کي چاودني څلورو تنو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده

سرچینې وایي، په بدخشان کي د چهار شنبې ورځي د چاودني پر مهال د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کي یو تن وژل سوی او درې نور ټپیان سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي دغه چاودنه د سړک پر غاړه په یو موټرسایکل کي د ځای پر ځای سویو چاودېدونکو توکو له امله سوې چي د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ځواکونه يې په نښه کړي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس هم چاودنه تاییدوي خو د مرګ ژوبلي په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومي ډلي د دغه چاودني مسوولیت نه دی منلی.
دغه چاودنه پر داسي مهال کیږي چي په بدخشان کي د امنیتي کسانو او ملکي خلکو ته منځ له تیرو څو ورځو راهیسي شخړي رواني دي.