سرچینې: په تورخم کي د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته سوې ده

سرچینې وايي، د دوشنبې په ورځ په تورخم کي د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته سوې ده خو په اړه نور ډېر جزیات نسته.
تراوسه هیڅ لوري د دې نښتي په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکي دواړو لوریو څو ځله د ډیورنډ کرښي په بېلابېلو سیمو کي نښتي کړي چي ځاني او مالي زیانونه يې لرل.
دا نښته په داسي حال کي کیږي چي دوې شپې مخکي، پاکستاني جنګي جټ الوتکو د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او پر ځینو ولایتونو یې پروازونه وکړل.
د نننۍ نښتې په اړه به نور جزیات وروسته خپاره سي.