سرچینې: په خوست کي د پاکستاني او افغان پوله ساتو نښته تر نن غرمې پوري روانه وه

دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند سیمه کي د پاکستاني او افغان پوله ساتو ترمنځ پیل سوې د پرون ماښام نښته پای ته رسېدلې ده، خو د سیمي اوسېدونکي ادعا کوي چي د پنجشنبې په ورځ تر غرمې پوري لا هم په سیمه کي ټکان اورېدل کېدل.

د دې وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي، طالبانو په سیمه کي یوه پوسته جوړول چي پاکستاني پوځیانو ورباندي ټکان کړي او دوی هم ځوابي حمله کړې ده.

خو نوموړي په دې نښته کي د اوښتي مرګ‌ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

له سیمي څخه سرچینې وايي، یو شمېر کسان د جګړې له امله له خپلو کورونو څخه وتلي او امن سیمي ته تللي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخي په دې نښته کي یو شمېر ملکیانو او نظامیانو ته زیان رسېدلی خو کره معلومات یې لا هم نسته.

له دې وړاندي د تورخم په ګډون د ننګرهار، کونړ، خوست او پکتیکا په ګډون په ځینو سیمو کي ډيری وخت د دواړو لوریو ترمنځ جګړې سوي چي له امله یې مرګ ‌ژوبله هم اوښتې ده.