سعودي ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ سو

چارواکي وایي، سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه د ۸۱۴۱ حاجیانو له تلو سره بشپړ سو.
سږ کال سعودي عربستان افغانستان ته د دېرش زره حاجیانو سهمیه ورکړې وه، خو چارواکو د حکومت د سهمیې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ستري محکمې پرون اعلان وکړ چي د راتلونکي اونۍ د دوشنبې ورځ د غبرګولي ۲۸مه نېټه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.