سعودي عربستان سبا د روژې میاشتي لومړۍ ورځ اعلان کړل

د سعودي عربستان رسنیو د دغه هیواد د ستري محکمې په حواله خبر ورکړی چي په دغه هیواد کي نن د شعبان المعظم میاشتي په ۲۹مه، نیټه د رمضان المبارک یا روژې میاشت ولیدل سوه او سبا دوشنبه به د روژې میاشتي لومړۍ ورځ وي.
د افغانستان ستري محکمې بیا مخکي اعلان کړی وو چي د رمضان المبارک میاشتي د لیدلو په موخه به سبا دوشنبه ناسته وکړي.