سهراب نيازي، چي څلوېښت کاله عمر لري او د کابل ښار په يوه استوګنيز بلاک کي د نهم پوړ په اپارتمان کي اوسېږي، پنځه اولادونه لري او د ودانیزو چارو انجینر دی. خو د ده د کورنۍ ژوند يو داسي عجيب اړخ هم لري چي په کابل کي چندان معمولي نه دی. سهراب هر سهار، تر دې چي له کوره ووځي، بايد يو ځانګړی کار وکړي: خپل ۱۳ مياشتنی نر زمری په نس موړ او په غېږ کي ونيسي.
سهراب دا زمری د خپل شپږم اولاد په شان بولي. هغه دا زمری هغه وخت واخيست چي يوازي يوه مياشتنی وو. دی وايي، زمری يې له بل هیواده کابل ته راوست او نوم يې پرې «ماکس» کښېښود. د سهراب په وينا، ماکس په پيل کي د پيشو هومره وو، خو اوس يې وزن شاوخوا سل کيلو ته رسېږي او د بدن اوږدوالی يې تر ۱۹۰ سانتي مترو پوري دی.
په لومړيو پنځو مياشتو کي ماکس د سهراب په کوټه کي، پر توشکو او صوفو ژوند کاوه، خو وروسته سهراب د اپارتمان په شا انګړ کي ورته د اوسپني يو ځانګړې کوټه جوړه کړه، چي د مينځلو اسانتيا، د لوبو ځای او خوندي چاپېريال لري.
سهراب نيازي وايي چي له کوچنيوالي د ژوو ساتلو سره مينه لري او پخوا يې سپی هم ساتلی وو. نژدې يو کال مخکي يې له پاکستانه دوه يو-مياشتني توله زمريان، چي د يوې مېندې زېږنده وو، واخيستل او د هغو لپاره يې اووه زره امريکايي ډالره ورکړل. د ده په خبره، له دغو دوو څخه يو زمری له دوو مياشتو وروسته بې لاري سو او پر خلګو به يې حملې کولې، نو ځکه يې هغه وپلوره. خو ماکس تر اوسه پر هيچا حمله نه ده کړې.
په پاکستان کي د زمري پېر او پلور قانوني نه دی، له همدې امله دا جوړه زمريان د قاچاقبرو له لاري افغانستان ته راوړل سول. سهراب چي نژدې شل کاله کېږي د ودانیزو پروژو انجینر دی او د فوټبال له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه هم شمېرل کېږي، وايي: «کله چي خبره د ميني او شوق وي، بيا بيه او لګښت اهميت نه لري.
د افغانستان د وحشي حیواناتو ژوند د څلورو لسيزو جګړو له امله سخت زيانمن سوی او دا هېواد نور طبيعي زمری نه لري. ماکس هم د افريقايي زمري له نسله دی او په پاکستان کي زېږېدلی دی. په پاکستان کي د زمري ساتنه په بشپړه توګه منع نه ده، خو د يو شمېر حملو وروسته حکومت سخت قوانين وضع کړل. د ۲۰۲۵ کال له مقرراتو سره سم، څوک چي زمری ساتي، بايد رسمي اجازه واخلي، ځانګړی قفس، طبي اسانتياوې او خوندي ځای ولري او دا کار يوازي د ښارونو څخه دباندي اجازه لري. د دغو مقرراتو خلاف ورزي تر اوو کلونو بند سزا لري.
په افغانستان کي حشمت خليل کرزی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی، لومړنی کس بلل کېږي چي په کندهار کي يې په خپل شخصي کور کي زمری ساته. دی د همدې کار له امله د «کندهار زمری» په نوم مشهور وو. هغه په ۲۰۱۴ کال کي د ځانمرګي بريد له امله ووژل سو او کورنۍ يې په ۲۰۲۳ کال کي دا زمری د کابل ژوبڼ ته وسپاره.
په افغانستان کي د چاپېريال ساتنې قوانينو کي د کورني ژوي څرګند تعريف نسته او د زمري او نورو لويو پيشوګانو د ساتنې په اړه مشخص قانون هم نه دی ياد سوی. سهراب نيازي وايي تر اوسه يې له دولتي ادارو کوم اخطار نه دی ترلاسه کړی.
سهراب هره ورځ له ماکس سره د لوبو ويډيوګاني پر ټولنيزو شبکو خپروي، چي زرګونه کسان يې ګوري. دی وايي، د وترنرۍ مسلکي زدهکړه نه لري او څه چي يې زده کړي، هغه د انټرنېټ او يوټيوب له لاري دي.
تر يوه اوونۍ مخکي، سهراب فکر کاوه چي ماکس ماده ده او آن د ده ۱۱ کلني لور فاطمهګل به هغه «خور» بلله، خو وروسته يو وترنر څرګنده کړه چي ماکس نر دی. که څه هم دا خبره فاطمهګل ته سخته تمامه سوه، خو سهراب وايي چي د زمري جنسيت د هغه په کورني مقام کي هېڅ بدلون نه راولي.
د ماکس ساتنه ارزانه نه ده. سهراب وايي چي دا زمری په يوه شپه او ورځ کي درې تر پنځه پوري بشپړي چرګان خوري، چي لګښت يې شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ کېږي. دی ټينګار کوي: «تر څو چي دا زمری ژوندی وي او زموږ سره وي، د هغه ټول لګښتونه به زه پوره کوم.»
سره له دې چي زمری يو وحشي ښکارکوونکی ژوی دی، سهراب نيازي وايي چي د ماکس شتون د ده کورنۍ ته ارامي وربخښي. دی هر سهار د وتلو پر مهال او هر ماښام د راستنېدو پر وخت زمری په غېږ کي نيسي. د ده په خبره، په تېر يو کال کي يوازي يو ځل درې شپې سفر ته تللی وو او چي بېرته راستون سو، ماکس تر يو ساعت پوري له ده بېل نه سو.
نړيوال قوانين زمری يو وحشي او خوندي ژوی ګڼي او په ډېرو هېوادونو کي يې کورنۍ ساتنه منع ده. خو په افغانستان کي د قانوني تشې او د څار نشتون له امله، لا هم ځيني کسان له پاکستانه په ناقانونه ډول توله زمريان راوړي او په خپلو کورونو کي يې ساتي؛ هغه پديده چي تر اوسه پای نه لري.