سهیل فدايي خپل برازیلي او امریکایي سیالانو ته په ماته ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی

د افغانستان د جوجیټسو پخواني اتل «سهیل فدايي» خپل برازیلي او امریکایي سیالانو ته په ماته ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

سهیل فدايي ویلي، چي د جوجیټسو په سازمان کي يې د برازیل او امريکا درېيو سیالانو ته په ماته ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

دغه سيالۍ د امريکا د «دالاس» ښار په کوربه‌توب د لسو هیوادونو په ګډون پيل سوي وې.

تر دې وړاندي هم افغان لوبغاړي فدایي د زمري په ۱۳مه د جوجیتسو په سیالیو کي برازیلي سیال ته په ماته ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی وو.

د یادولو ده چي سهیل فدایي د هیواد د جوجیتسو ملي فدراسیون پخوانی غړی او اتل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *