سويس په کابل کي يو ځل بيا خپل دفتر خلاص کړی

د‌‌ سويس رسنيو راپور ورکړی،چي سويس هيواد د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي يو ځل بيا خپل دفتر خلاص کړی.
د‌ سويس د رسنيو په حواله دغه دفتر د بشري مرستو په برخه کي فعالیت کوي او د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پراختیایي او بشري همکارۍ ادارې یوه برخه ده.
د راپور په حواله، سویس د څو میاشتو راهیسي د اروپا له لومړنیو هیوادونو څخه دئ چي یو ځل بیا ئې په کابل کي حضور پیدا کړی دئ.
د دغه دفتر مشري اریک مارکلي په غاړه لري.
د اریک مارکلي په وینا، دا دفتر دا مهال پنځه سویسي او لس افغان کارکوونکي لري، چي درې ښځي هم په‌ کښي شاملي دي.
مارکلي ټینګار کړی چي‌دا مهال د یاد دفتر فعالیتونه یوازي تر بشري مرستو پوري محدود دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي د ط..البانو یو پلاوی د مجرم افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر د څارني له پاره سویس ته سفر کړی و.