سياف : د ط..البانو سقوط به د افغانانو او اسلامي ټولني له پاره الهي نعمت وي

پخواني ج.هادي مشر او سياستوال استاد عبدالرب رسول سياف په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي د ط..البانو اوسنی نظام د زوال او له منځه تلو په حالت کي دئ.
د‌ هغه په خبره چي د ط..البانو د نظام نړېدل به د افغانانو او اسلامي ټولني له پاره يو ستر الهي نعمت وي.
هغه د خپلو څرګندونو پر مهال ويلي، چي د ط..البانو له خوا روان ظلمونه، بې عدالتي، فساد او ټولي دندي ملايانو ته سپارل د ط..البانو د نظام د خرابېدو نښي دي.
د سياف په وينا چي اسلام د رحمت، آزادۍ او پوهي دین دئ، خو ط..البان خلګو ته نفرت، قتل او هجرت راوستلي او د‌ اسلام د نامه څخه خپل د ګټي په توګه استفاده کوي.
هغه زياته کړې چي په افغانستان کي زرګونه کسان سته چي هره شېبه د ط..البانو د سقوط په تمه دي.