د کوچنیانو د ساتني موسسه یا سیف د چلډرن وايي، د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کي په افغانستان کي د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸۰۰۰ ډېر کسان، چي نیمايي یې کوچنیان وه بېځایه سوي دي، چي دا د ۲۰۲۳ کال پر تله زیاتوالی ښيي.
دې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، سره لهدې چي افغانستان لږ کاربن تولیدوي خو بیا هم د اقلیم له سختو اغېزو لکه وچکالۍ، سېلابونو او توفانونو سره مخامخ دی.
په افغانستان کي د کوچنیانو د ساتني مؤسسې مشر ارشاد ملک ویلي، د اقلیم بحران په افغانستان کي بشري ناورین لا پسي خرابوي، چي د کورنیو د بېځایه کېدلو، د اوبو د سرچینو ختمېدو او د کوچنیانو د زدهکړو د مخنیوي سبب کېږي.