سي بي اس راپور ورکړی، چي د ايران بې پيلوټه الوتکو په سعودي عربستان کي د شهزاده سلطان پر هوايي اډې باندي بريد کړی

سي بي اس راپور ورکړی، چي د ايران بې پيلوټه الوتکو په سعودي عربستان کي د شهزاده سلطان پر هوايي اډې باندي بريد کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي لس امريکايي سرتېري ټپيان سوي، چي له ډلي څخه ئې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بلل سوی دئ.
دغه هوايي اډه چي د ریاض ښار ته نژدې موقعیت لري، د امریکا د پوځ له مهمو مرکزونو څخه بلل کېږي. په عین حال کي، يو شمېر نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي په سیمه کي د توغندیو د دفاعي سیستمونو زېرمي مخ په کمېدو دي.

د سي بي اس د راپور په حواله چي د ايرن سره په جګړه کي تر دې دمه پوري له ۳۰۰ څخه زيات امريکايي سرتېري ټپيان سوي او ۱۳ نور وژل سوي دي.