سپاه پاسداران؛ د ایراني اخوندانو وروستی سیوری

سپاه پاسداران؛ د ایراني اخوندانو وروستی سیوری
توماس کولمن
په داسې حال کي چي زرهاوو کسان د خراب مدیریت، فساد او بې‌عدالتۍ له وجې په ټول ایران کي سړکانو ته راوتلي، د واک څښتنان لا هم پر قدرت کلک نښتې دي. خو پوښتنه دا ده چي د ملايانو دا حکومت به نور تر کله پاته سي؟

کله چي په ۱۹۷۹ کال کي اسلامي انقلاب د شاه پاچاهي نسکوره کړه، یو امریکايي ډالر د ایران له ۷۰ ریالو سره برابر وو. خو د ۲۰۲۶ کال په پیل کي یو ډالر نږدې یو میلیون او څلور سوه زره ریاله ارزښت لري. دا ډېر لوی سقوط دی، او ورځ تر بلي زیات خلک له دې ناورین سره مخ کېږي. د شاه د وخت ریال د نن په پرتله شاوخوا شل زره چنده قوي وو.
حتی هغه خلک او ډلي چي د ۱۹۷۹ انقلاب وروسته یې د اوسني نظام ملاتړ کاوه، اوس سړکونو ته راوتلي دي. د تهران د لوی بازار بانفوذه تجاران د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کي لومړني کسان ول چي د اقتصادي بحران، نږدې ۵۰ سلنه انفلاسیون او د ریال د سقوط پر ضد یې ښکاره اعتراض وکړ.
د تهران د لوی بازار یو دوکاندار، چي نه یې غوښتل نوم یې یاد سي، رویټرز ته ویلي دي:

«موږ سخت په تکلیف یو. نه سو کولای مال راوړو، ځکه امریکا بندیزونه لګولي دي، او ځکه چي ټول اقتصاد د سپاه پاسداران یا د هغوی د کسانو تر لاس لاندي دی. هغوی یوازي د خپلو ګټو فکر کوي.»
اندریاس ګولت‌هاو، د ارفورت پوهنتون استاد، وایي:
«د ایران د انرژۍ ټول سیستم خراب سوی دی. سره له دې چي ایران د نفت او ګاز هېواد دی، خو برېښنا هره ورځ پرې کېږي. د انرژۍ سبسایډۍ د دولت بودجه خوري، ځکه نو د تېلو بیې لوړې سوي دي، چي دا کار پر خلکو او سوداګرو ډېر دروند تمام سوی دی.»

د ایران اقتصاد د اسلامي جمهوریت له واکمنو کړیو سره، په ځانګړي ډول له سپاه پاسداران سره، بشپړ تړلی دی. تر څنګ یې مذهبي بنسټونه هم سته چي په ساختماني پروژو، ښوونځیو او درمل جوړولو کي مهم رول لري.
د «قرارګاه خاتم‌الانبیا» نوم باید له تاریخي اثارو سره ګډ نه سي؛ دا د ایران تر ټولو لوی ساختماني او صنعتي شرکت دی چي بشپړ د سپاه پاسداران تر واک لاندي دی.
سپاه پاسداران له هر مسافر، هر کانتینر، او هر صادراتي او وارداتي کاروباره برخه اخلي. که نفت وي، که وسله، که شخصي روغتونونه او نور…

په ایران کي نږدې هېڅ کاروبار د سپاه له اجازې پرته نه کېږي. سپاه د هېواد تر ټولو لوی قاچاقي شبکه بلل کېږي: تحریم سوی نفت چین ته لېږي او حرام اعلان سوي مشروبات ایران ته راوړي.
سپاه د «ماهان» په نوم د هوايي شرکت مالک دی، چي تر بندیز لاندي دی، او همدارنګه د ایران د مخابراتو په لوی شرکت کي لوی سهم لري. د «ایرانسل» شرکت کي هم د نظامي کسانو ترڅنګ د خامنه‌اي نږدې کسان شریک دي.
ګوهر عشقي، د ستار بهشتي مور، وایي:

«دوی خپل بچیان اروپا او امریکا ته لېږلي دي، خو زموږ بچیان یا په زندان کي دي یا په هدیره کي.»
هغې زیاته کړه چي د دوی لوېدیځ ضد شعارونه یوازي د ولس لپاره دي، نه د خپلو اولادونو لپاره.
د سپاه شتمنۍ او شرکتونه دومره پټ دي چي حتا څېړونکي یې کره اندازه نه سي معلومولای. که څه هم کله ناکله د فساد په نوم پر ځینو کسانو اقدام کېږي، خو په اصل کي پر سپاه هېڅ جدي کنټرول نسته.

کیهان ولدبیګي، د څېړنو له مخي، د ۲۰۱۰ لسیزي په پای کي د سپاه او مذهبي بنسټونو شبکه د ایران شاوخوا ۵۰ سلنه اقتصاد کنټرول کاوه، او اوس دا کچه تر دې هم لوړه سوې ده.
دا لا معلومه نه ده چي د خلکو اعتراضونه به تر کله دوام وکړي، خو د کارنیګي بنسټ کارپوه کریم سجادپور وایي چي نارضایتي ورځ تر بلي زیاتیږي.